اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی)د دفاع وزير خواجه ??حم?? آصف د بشری بي بي تورونه د پاك سعودي اړيكو ته زيان رسوونكې ګرځولو سره وئېلي دي سعودي ??رب سره اړيكې د سياست ښكار كول افسوس ناك عمل دے٬ د اړيكو خرابولو هر ډول هڅه شوی٬دا خلق خپل ځان د مذهب ټهيكدار ګڼي٬د عدالت پريكړې دپي ټي آئي بيا بيا په اسلام آباد د بريد خاتمه باوري كړې٬د پي ټي آئي باني سره نيغ په نيغه كومه رابطه يا خبرې نه كېږي٬البته د كے پي كے وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور سره د اسټېبلشمنټ رابطه ده٬جنرل باجوه له پكار ده چې هغه پخپله د دې تور ترديد وكړي۔ده د جمعې په ورځ پي ټي وي هېډكوارټرز كښې پرېس كنفرنس ته خطاب كولو۔د دفاع وزير خواجه ??حم?? آصف ووئېل سعودي ??رب سره مونږ تاريخي اړيكې لرو٬ هلته كښې 28 لكه پاكستاني روزګار كوي٬د بشریٰ بي بي تورونه شرمناك دي٬سياست بچ كولو لپاره تورونه لګول ناوړه حركت دے٬بشریٰ بي بي دا متنازع بيان د سياست ډوبې شوې كشتۍ بچ كولو لپاره وركړے٬د پي ټي آئي مشرتابه د مذهبي ليونتوب هم مظاهره كړی۔ده ووئيل په تحريك انصاف كښې د مېرمنو ترمينځه نښتې روانې دي٬دا ټولې نښتې د سياسي ګوند وارثت لپاره دي٬د خوشې كېدو نه پس بشریٰ بي بي پیښور ته تلل٬د دې نه څرګندېږي چې سياسي وارثه هغه جوړیږي۔ده ووئيل د يو معتبر خبريال د لارې د پخواني آرمي چيف بيان راغلے٬تورونو ته په سنجيدګۍ كتلو سره قمر جاويد باجوه له په ذاتي توګه د بشرې دبيان ترديد پكار دے٬د هغه وينا ده چې د كوم هېواد په ضد بيان وركړے شوے٬هلته څخه د ګهړۍ په وړولو دوي كاروبار كړے٬ ده ووئېل په ايپكس كمېټۍ كښې علي امين ګنډا پور و??ېلي دي چې د توشه خانه څخه ټولو ډالۍ اغستې ٬زما ليډر هم كه اخستې نو څه وشول ٬فرق دا دے چې هغوي ډالۍ اغستې٬ خو هغه خرڅه كړې٬لږ رقم يې جمع كړے او پاتې يې جيب كښې اچولے٬ د هغه خلاف دا الزام دے٬په هغه د توشه خانه تور نشته ۔دفاع وزير ووئيل علي امين ګنډا پور هره ورځ په اسلام آباد او پنجاب ??ريدونه كوي٬ په 24 به د هغه په اسلام آباد درېم بريد وي٬خېبرپښتونخوا د ترهه ګرۍ ښكار ده٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره په خېبرپښتونخوا كښې كوم اقدام نه دې شوے٬دا خلق د هېواد په خارجه پالېسۍ بريد كوي٬ داسې يو بريد دې هغه په ترهه ګرو هم وكړي۔خواجه آصف ووئيل د تحريك انصاف مشرتابه نه غواړي چې د پي ټي آئي باني خوشے كړے شي٬كه د پي ټي آئي باني خوشے كړے شو نو د ګوند لارښودو دوكان به بند شي۔د دفاع وزير ووئيل زمونږ د تحريك انصاف سره كوم ډول رابطه نشته٬خواجه آصف ووئيل د سعودي ??رب څخه په ګهړۍ اغستو هغوي كاروبار كړے٬امين ګنډا پور و??ېلي دي چې زما ليډر هم ډالۍ اغستې نو څه ګناه ده؟دفاع وزير ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې وينه بهېدلې او وزيراعلٰی په هره څلورمه ورځ په وفاق او پنجاب ??ريدونه كوي ٬ د خېبرپښتونخوا حكومت د ترهه ګرۍ په ضد تراوسه څه كړي؟۔
Nguồn bài viết : Baccarat là gì